میدان وردګ ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۲۵
shdf

د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ یو تن علم پروره شخصیت د ۳۶۹ زره ۳۹۰ افغانیو په لګښت، د یادې ولسوالۍ د طلوع منځني ښوونځي ودانۍ په اساسي ډول ترمیم او د ښوونځي په انګړ کې یې یو درسي ټولګی جوړ کړ.

د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عثمان حريت وويل، چې له پوهنې سره مرسته يو له صدقه جاریه اعمالو څخه ده او له خلکو يې وغوښتل، چې د هېواد له پوهنیزنظام سره په دوامداره توګه مادي او معنوي مرستې وکړي.

د پوهنې وزارت رهبري له پوهنې سره د خلکو مرسته مهمه ګڼي او د میدان وردګ ولایت د طلوع منځني ښوونځي د بیارغونې له امله د دغې ولسوالۍ له خلکو څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په بلخ ولایت کې ۲۷ بابه تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او  مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا، په بلخ ولایت کې د پوهنې وزارت له بودیجې او د شریکو ادارو د مرستې څخه د ۲۵ مېلیونه ۲۶۸ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

BACK TO NEWS