لوګر کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړي شوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۰:۳۳
لوګر کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړي شوي

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په بره کي برک او محمدآغې ولسوالیو کې دوه ښوونځي له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد ښوونځي د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.

په جوړ شویو ښوونځیو کې، په بره کي برک ولسوالۍ کې د اخند خیلو او په محمدآغې ولسوالۍ کې د اخند زاده خیلو په نومونو ابتدائیه ښوونځي شامل دي.

جوړ شوي ښوونځي ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه او ۳ تشابونه لري، چې په یوه وخت کې په نوموړي ښوونځي کې د ۲۱۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.

د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره د ۱۹۸ نجونو په ګډون ۳۲۵ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادو ښوونځیو پر جوړولو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې له دې مخکې نوموړو ښوونځیو ودانۍ نه درلودې او زده کوونکو ته به یې په شخصي کورونو کې زده کړې کولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS