لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند د نوشهر په کلي کې د احمدیانو دیني مدرسې او احمدیه دارالایتام لپاره د یو محراب جومات د ودانۍ بنسټ ډبره. د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغه جومات یو پوړیزه ودانۍ له ټولو اړینو لوازمو سره د یو کال په اوږدو کې جوړېږي او په یو وخت کې به د ۳۰۰ تنو څخه د زیاتو لمونځکوونکو ظرفیت ولري.
د جومات جوړولو لګښت شاوخوا ۱۰۰زره امریکایي ډالر اټکل شوی، چې د ترکیې د یوه مذهبي شخصیت لخوا به تمویل شي.
د یادونې وړ ده چې پورته ذکرشوې دیني مدرسه او درالایتام د لوګر ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او اوسمهال شاوخوا ۲۵۰ تنه طالبالعلمان پکې زده کړې کوي.
