له ولایتونو څو لنډ خبرونه

- ننګرهار
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د اسلامیه حنفیه دارالعلوم لپاره د ۳۲۰ متره په اوږدوالي احاطوي دېوال جوړولو چارې، د ۷۲ زره ۳۰۰ افغانیو په لګښت د پوهنې له بودیجې څخه پیل شوې.
د یو بل خبر له مخې د یاد ولايت خوږياڼو ولسوالۍ پوهنې مسئولين وايي، چې د سیمه ییزو خلکو لخوا د باغيچه منځني ښوونځي ودانۍ لپاره ۳ جرېبه ځمکه وقف شوه.
- پکتیکا:
د پکتیکا ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې کارکوونکو لپاره په کارونو کې د لاپرمختګ او آسانتیاوو په موخه، د ۱ مېلیون ۱۴۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړېږي.