له ولایتونو څخه د ښوونیزو کړنو لنډیز
تخار
د تخار ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي حزب الله مبشر، د پوهنې رياست له اداري څانګو څخه دڅارنې او دکارکوونکو دکارونو د څېړنې په ترڅ کې، دپوهنې وزارت دپاليسۍ، لارښوونو او کړنلارو پر تطبيق ټينګار وکړ.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس له يوه پلاوي سره د یاد ولايت مرکز اړوند بازارک له منځني ښوونځي څخه ليدنه وکړه.
نوموړي په ټولګيو کې د زده کوونکو د تدريس بهير و ارزاوه او ويې ويل، چې د دا ډول لیدنو په پيلولو سره غواړي د ښوونځيو ستونزې درک او پر وخت يې د حل لپاره اقدام وکړي.
هلمند
د هلمند ولایت د ښوونکو د مسلکي ودې آمریت علمي بورډ، د یاد ولایت پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري سره په کتنه کې، د پوهنې ریاست له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه، چې د نوي تعلیمي کال په پیل کې دولسم پاس ښوونکي د مسلکي روزنې او د هغوی د علمي ظرفیتونو لوړولو په موخه، یاد آمریت ته ور وپېژني.
له همدې ولایت څخه په یو بل خبر کې:
د هلمند ولايت پوهنې رئيس په يوه رسمي سفر ګرمسېر ولسوالۍ ته ولاړ او د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو له مسئولينو او ديني علماوو سره يې د ليدنې پر مهال، د هغوی اداري او تدریسي ستونزې وڅېړلې.
