له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د مسلکي ښوونکو د ودې آمریت، د یاد ولایت د دولسم پاسو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار جوړ کړ او ګډون والو ته یې د تدریس بېلابېلې لارې چارې ور وښودلې.
لغمان
لغمان ولایت کې یوه مرستندویه بنسټ، په ۴۸۰ یتیمو او اړمنو زده کوونکو خوراکي توکي ووېشل.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد چې د يادو مرستو د وېش چارې يې څارلې، له مرستندويه بنسټونو څخه مننه وکړه او له اړمنو خلکو سره يې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یوبل خبر له مخې:
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د دیني مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او له ښوونکو او زده کوونکو سره یې د جلا کتنو په ترڅ کې د اداري او تدریسي وضعیت پر ښه والي ټینګار وکړ.
پنجشېر
دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس په هغه ګډه غونډه کې چې د یاد ولايت دلومړۍ حصې ولسوالۍ دپوهنې آمر او مسئولينو ترمنځ جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس، د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو، ستونزو او اړتياوو په اړه خبرې وکړې او له پوهنې سره يې د سيمه ييزو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د پنجشیر د لومړۍ حصې ولسوالۍ مسئولینو په تعلیمي برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د یو بل خبر له مخې:
د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت د بازارک د هلکانو د لېسې او برهاني خصوصي لېسې اداري او تدریسي کړنې و څېړلې.
