له ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونه
لوګر
د لوګر ولایت د پوهنې یوه دوست شخصیت په خپل شخصي لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د شهید شکریه عالي لېسې له ۲۵۰ زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وکړه.
د یو بل خبر له مخې:
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ ښوونیز مرکز د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د بابوس هلکانو لېسې ته ۱۲ کمپیوټرونه ځانګړي کړل.
د يادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو د پوهنې رياست له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه.
کابل
په دې وروستیو کې مولوي محمد شفیق واثقي د کابل د استقلال لېسې د مدیر په توګه وټاکل شو او د کابل د پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني له لوري، د یادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته ور وپېژندل شو.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت د عنابه ولسوالۍ د استاد بهره مند هلکانو له لېسې څخه د ليدنې په ترڅ کې، د یادې لېسې اداري او درسي اسنادو وکتل او له ښوونکو سره یې د زده کړې کیفیت په لوړوالي ټينګار وکړ.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست د پلان مدیریت د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې ریاستونو د آمرینو، مدیرانو او غړو لپاره د عملیاتي پلان د محتوا د تشرېح او توضېح په موخه، دوه ورځنی سیمینار دایر او په دې برخه کې یې د یاد سیمینار ګډون والو ته ځانګړې لارښوونې وکړې.
