له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
بلخ
د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل، د پوهنې وزارت د پلان ریاست له لوري په هغه وېډیویي کنفرانس کې چې، (د ستونزو، پرمختګونو، ضعفونو، فرصتونو، ننګونو، د تحلیل) تر نامه لاندې جوړشوی ؤ، ګډون وکړ.
په یاد کنفرانس کې د پوهنې وزارت له لوري د کاري پلانونو پر پلي کولو تفصیلي بحثونه وشول.
بغلان
د بغلان ولايت پوهنې رياست د اړتياوو په اساس، په یاد رياست کې يو لړ نوې ګمارنې تر سره او په ترڅ کې یې د پوهنې رياست د مشرتابه له لوري، نوي مامورين خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رياست د بدني روزنې مدېريت، د یاد ولايت د ښوونځيو د ٢٧١ زده کوونکو ترمنځ د ٨٠٠ مترو په واټن د ځغاستې سيالۍ په لاره واچولې، چې په ترڅ کې یې د زوجک عالي لېسې د دولسم ټولګي یو تن زده کوونکي محمد احسان لومړی مقام تر لاسه کړ.
هلمند
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د پوهنې آمر، د یادې ولسوالۍ د دیني مدارسو له مسؤلینو سره په کتنه کې، د نوي ښوونیز کال د پیل لپاره د پوهنې وزارت د کړنلارې پر عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ، د پوهنې وزارت پر ستونزو او حل لارو تفصیلي خبرې وکړې.
پروان
د پروان ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني، د سرخرود ولسوالۍ له ولسوال او د پوهنې له مسئولینو سره وکتل او له دره سورخ څخه د للنج بازار سیمې ته یې د سرخ پارسا د پوهنې آمریت دفتر د انتقال په اړه ورسره خبرې وکړې.
