له ولایتونو د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۱:۵۹
123

پنجشېر

د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس حفیظ الله آغا په مشرۍ یو پلاوی، پنجشېر ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د سفر موخه یې د مالي او اداري چارو څېړل ؤ. 

تخار

د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ د زردالو دره په کلي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د پوهنې د مسئولینو، علماوو او مخورو په ګډون د حضرت عمر (رضي الله عنه) مدرسې د ۱۰ تنو حافظانو په سرونو فضیلت پګړۍ و تړل شوې.
ويناوالو په خپلو خبرو کې حافظانو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې، د قرآن عظيم الشان د حفظ په فضيلت خبرې وکړې او له حافظانو يې وغوښتل، تر څو د ځوان نسل په اصلاح او روزنه کې هڅې وکړي.

نیمروز

د نیمروز ولایت پوهنې رئیس مولوي ګل احمد حقاني، د کابل بانک د ساحوي دفتر له استازي سره وکتل او له هغه یې وغوښتل، تر څو د یاد ولایت د پوهنې کارکوونکو په ځانګړي ډول د ښځینه وو د معاشونو په ورکړه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. 

سمنګان

د سمنګان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني، د يوې همکارې مؤسسې له عمومي مدير سره وکتل او د يادې ادارې د کړنو په اړه يې خبرې وکړې.
له بلې خوا ياد مسئول د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې د سواد زده کړې د ٦٧ ټولګيو د بشپړېدو او د هغوى تر ملاتړ لاندې د ٣٥ نوو سواد زده کړو کورسونو د پيل اعلان وکړ، چې د سمنګان دوهنې رياست د مشرتابه له لوري يې هرکلى وشو.

دایکنډي

له پوهنې سره د همکارو بنسټونو دوه تنو مسئولینو، د دایکنډي ولایت له پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار سره وکتل او د خپلو کاري راپورونو د وړاندې کولو پر مهال یې، په یاد ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې د پروژو، د پیل په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګي تاسیس شول

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست، د ملاتړ کوونکو ادارو په همکارۍ، په یاد ولایت کې د مدارسو او ښوونځيو تر څنګ د سیمه‌ییزو، چټکو او مخکې له ښوونځي څخه د زده‌کړې ټولګي پراخ کړي دي؛ هغه نوښت چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

د کندهار ولایت میانشین ولسوالۍ د زمتو په سیمه کې د اسحاق‌زي ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۷.۹۸ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، سیمه‌ییزو حکومتي. . .

BACK TO NEWS