له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو انعکاس
نورستان
د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي حبیب الله آخندزاده نورستان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت واما ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو، مدارسو او پوهنې ریاستونو له اداري او تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړي د یاد ولايت د پوهنې له مسئولينو او ديني علماوو سره په کتنه کې، د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د هېواد د پوهنیز نظام د پرمختګ ژمنه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت خیوې ولسوالۍ د ځایي خلکو په مالي مرسته، د شیتلاو منځني ښوونځي د زده کوونکو لپاره دوه درسي ټولګي جوړېږي.
ځايي اوسېدونکو ژمنه کړې، چې په نیږدې راتلونکي کې به د یاد ښوونځي شاوخوا دېوال هم جوړ کړي.
د پوهنې رياست له ځايي خلکو مننه وکړه، چې د پوهنې په برخه کې يې مرسته کړې ده.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت وړممې ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې له مسئولینو، دیني علماوو او مشرانو سره وکتل.
په ورته مهال نوموړي، د پوهنې په نظام کې د شته ستونزو د حل په برخه کې د خلکو همکاري اړینه وبلله، د غونډې ګډون والو د همکارۍ ژمنه وکړه او خپل وړاندیزونه یې د پوهنې رئیس ته وړاندې کړل.
پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سره يو ځای په مرکز کې د يوه خصوصي لېسې له لابراتوار، کتابتون او درسي ټولګيو څخه ليدنه وکړه.
کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه، د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني په مشرۍ د یاد ریاست له آمرینو او مدیرانو سره جوړه شوه.
د پوهنې رئیس د دغه ریاست پر کړنو او راتلونکو پلانونو تفصیلي خبرې وکړې.
