لغمان ولایت کې د یو باب دارالعلوم د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۲۲
2154

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار نعمانیه دارالعلوم د نوې دوانۍ بنسټ ډبره، د سیمه ییزو چارواکو، قومي مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه‌جهان ساجد وایي: د دارالعلوم دغه ودانۍ په ۱۴ بسوې ځمکه کې چې د محترم شیخ زاهد الله حقاني په ملاتړ د یومېلیون او ۲۷۳ زره افغانیو په شخصي لګښت پېرل شوې، جوړېږي.

پوهنې مسئولینو د پوهنې په پراختیا کې د سیمه ییزو خلکو د فعال رول ستاینه وکړه او د دې ودانۍ جوړول یې د هغه کلي د ماشومانو لپاره د تعلیمي چاپېریال برابرولو په لور یو ارزښتناک ګام وباله.

د پوهنې وزارت رهبري د ښوونیز نظام په برخه کې د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه هرکلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS