قندهار کې د باالمقطع ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۲:۱۰
قندهار کې د باالمقطع ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت، قندهار: د قندهار ولایت په ولسوالیو کې د بالمقطع ښوونکو د استخدام په دوام د بولدک او دامان په ولسوالیو کې د باالمقطع ښوونکو د ګمارنې په موخه د ۸۵۹ تنو نارینه او ښځینه کاندیدانو څخه د آزاد رقابت له لارې آزموینه واخیستل شوه.

په دغه آزموینه کې د لوړو زده کړو د فارغینو ترڅنګ د نیمه لوړو زده کړو او بکلوریا فارغانو ګډون کړی وو چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به ۲۵۰ تنه د بولدک ولسوالۍ او ۱۰۰ تنه دامان ولسوالۍ لپاره د تدریسي رشتې مطابق د باالمقطع ښوونکو په توګه پر دندو وګمارل شي.

د قندهار د پوهنې ریاست د اداري چارو آمر جمال ناصر اصلان د آزموینې ګډونوالو ته د آزموینې د شفافیت ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او زیاته یې کړه د دغو ښوونکو په ګومارنې سره به په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.

د یادونې وړ ده، چې د قندهار پوهنې ریاست درې ورځي وړاندې هم له ۸۹۴ تنو څخه د باالمقطع ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیسته، چې له ډلې یې ۱۸۸ تنه د ډنډ ولسوالۍ په بېلابېلو ښوونځیو کې پر دندو ګمارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS