فراه ولایت کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۱۶:۵
فراه ولایت کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو

پوهنې وزارت، فراه: فراه ولایت کې له څوارلسم ټولګي څخه فارغ شويو ښوونکو نه د تحصیلي کچې د لوړولو په موخه د فراه د لوړه زده کړو موسسې لخوا اختصاصي آزموینه د وري په ۴ مه واخیستل شوه.

په دې آزموینې کې له يادو شويو ښوونکو څخه (۱۵۰) تنه هغو نارينه اوښځينه ښوونکو ګډون کړی و، چي عادي يا غیر کریدیت سيستم درسونه يې لوستي و، او تر بریالي کيدو وروسته به له تنزیل پرته په پنځلسم ټولګي کې شامل کړای شي.

د فراه د پوهني رئيس استاد وحیدالله شیراني د يادې پروسې په اړه خوښي څرګنده. کړه او وې ویل: د تحصیلي کچي لوړوالۍ د ښوونې پر کيفيت مستقیمه او مثبته اغیزه لري؛ نوموړي له ښوونکو وغوښتل څو د خپلې تحصیلي کچې د لوړولو په پار هلې ځلې وکړي.

دا په ‌داسې حال کې ده، چې په راتلوونکي ښوونیز کال کې به ۳۲۰ تنه ۱۴ پاس ښوونکي په ۸ بیلابیلوڅانګو کې د فراه د لوړو زده کړو موسسې لخوا جذب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS