فاریاب ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۴۷
54

د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ اړوند د ایتی اوروق لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د پوهنې چارواکو، علماءکرامو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او د خلکو استازو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د ښوونځي ودانۍ جوړول د تعلیمي وضعیت ښه والي او د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام وباله.

نوموړي د ښوونځي له چارواکو او زده‌کوونکو وغوښتل چې د ودانۍ ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

ورپسې د نورو سیمه ییزو ادارو مسئولینو هم په دې موضوع خپلې ویناوې وکړې.

د ایتی اوروق کلي د اوسېدونکو په استازیتوب یو قومي مشر هم د موضوع په اړه خبرې وکړې؛ د پوهنې وزارت او د ولایتي رهبرۍ له هڅو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

د پوهنې چارواکو په وینا، د ښوونځی دغه ودانۍ ۱۳ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نور اړین ملحقات لري، چې ټولټال ۲۲ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او په پایله کې یې سلګونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې مناسب چاپېریال رامنځته شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست اړوند د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپاره د ۲۳۰ عرادې موټرسایکلونو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو فوټسال سیالۍ د اماني لیسې په سپورټي جمنازیوم کې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار د ۲۸ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اماني لېسې په سپورټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له خوا د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او. . .

BACK TO NEWS