غزنی کې د ۱۴ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
د پوهنې وزارت، غزني: دغزني ولایت په مرکز، جغتو او خواجه عمري ولسوالیو کې د ۱۴ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پر انیستل شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د غزني ولایت د مرکز اړوند د ولیعصر عالي لیسه کې جوړه شوې وه د غزني پوهنې ریاست مسوولینو، د ولسي تړون اقرأ پروژي رئیس، قومي مشرانو، مخورو، استادانو او زده کونکو ګډون درلود.
د یادو ښوونځيو ودانۍ په مرکز، خواجه عمري او جغتو ولسوالیو کې په پاخه او اساسې ډول د ولسې تړون اقرأ پروژې له لوري د ۵۸۹۸۱۱۷۴ افغانی په مجموعي لګښت جوړې شوي دي. چي ۷ بابه لیسې، ۵ بابه منځني او ۲ بابه لومړني ښوونځې پکې شامل دي.
د یادونې وړ ده، چي یادې ودانۍ په مجموع کې ۱۰۰ درسې خونې لري چي له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې ۵۰۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
