غزني ولایت کې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۳۲
54

د غزني ولایت مرکز اړوند آزاد خان بابا عالي لېسې نوې ودانۍ د ځايي خلکو په مالي مرسته، چې شاوخوا ۲۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، د هغو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه چې پکې د پوهنې رئیس، چارواکو، ولایتي مسئولینو، یو شمېر علماءکرامو او فرهنګي شخصیتونو ګډون درلود.

یاده دوه پوړیزه ودانۍ چې په ۶ جرېبه ځمکه کې جوړه شوې، ۱۴ درسي ټولګي، ۸ اداري خونې، لابراتوار خونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

د غزني ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د ښوونځیو په جوړولو کې د خلکو ونډه د ښوونیز نظام ودې او پرمختګ لپاره ارزښتناکه وبلله او زیاته یې کړه چې د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو رغول د زده‌کوونکو په تعلیمي بهیر کې ښه والی راولي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د غزني ولایت علم‌پروره خلکو، له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS