زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۵
5151

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د عمر فاروق (رضي الله عنه) د ښوونځي نوې ودانۍ د ۳۰۰ زره افغانیو په لومړي لګښت، د سیمه ییزو خلکو په مرسته، د پوهنې چارواکو، علماء‌کرامو او مسئولینو په حضور کې کېښودل شوه.

ګډون‌والو د پوهنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د خلکو د مالي ملاتړ ستاینه یې وکړه.

د ښوونځي دغه نوې ودانۍ به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري برخه ولري، چې د سیمې د خلکو لخوا په دوه جرېبه ځمکه کې جوړېږي او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۵۰۰ تنو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ تر پنجشنبې ۲۵/ ۷/ ۱۴۴۷ ه.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، مرغومي میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۵ مې نېټې پورې)

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

BACK TO NEWS