رسنیزبلنلیک

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
6556

د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست په پام کې لري، چې د یاد وزارت رهبري پلاوي، استادانو او لوړپوړو مېلمنو په حضور کې، د درې ورځو لپاره د کابل ښار، کابل ولایت او د ټول هېواد د ښوونځيو زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ کړي.

د پروګرام پیل: د ۱۴۴۷/۶/۱۷ نېټه ـــ (۱۴۰۴/۹/۱۷)، دوشنبې ورځ، د سهار ۸:۳۰ بجې؛
پته: کابل ښار، د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست، د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین ساحه، کارته‌چهار؛

تاسو درنو خبريالانو او د ټولو رسنیو استازو ته په خورا درنښت بلنه درکوو، ترڅو د دغه لویو علمي مراسمو په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري وکړئ. 

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS