د کونړ ولایت د ښوونکو او د ښوونځیو شورا غړو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۳۲
56546

د کونړ ولایت په نرنګ، څوکۍ، نورګل او خاص کونړ ولسوالیو کې د ښوونکو او د ښوونځیو شورا غړو لپاره شپږ ورځنی تعلیمي او مسلکي سیمینار ترسره شو.

د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې، پوهنې مسئولینو، د مرستندویه ادارې استازو، ښوونکو، د مسلکي پراختیا ټیم غړو، ښوونکو او د ښوونځیو شورا غړو ګډون درلود.

له پلان سره سم به یاد سیمینار د نرنګ، څوکۍ، نورګل او خاص کونړ ولسوالیو د مختلفو ښوونکو لپاره شپږ ورځې او د ښوونځیو شورا غړو لپاره دوه ورځې دوام وکړي.

د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال د سیمینار د موخې او محتوا په اړه معلومات وړاندې کړل او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې ترلاسه کړي مهارتونه په مؤثره توګه په خپلو کاري ځایونو کې پلي کړي.

په ورته وخت کې، د دې سیمینار ګډون‌والو د داسې تعلیمي او تجربوي فرصتونو په رامنځته کېدو خوښي څرګنده او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS