د کندز ولایت د معارف کارکوونکو ته په سیستم کې د ثبتولو په اړه ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۱:۳۷
د کندز ولایت د معارف کارکوونکو ته په سیستم کې د ثبتولو په اړه ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_کندز: د کندز ولایت د معارف کارکوونکو ته په سیستم کې د ثبتولو په اړه یو ورځنې ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ له مرکز کابل څخه د راغلې شپږ کسیزې ډلې لخوا چې مشري یې ضیاءالحق”صافي“ په غاړه درلوده د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوي چې پکې د پوهنې رییس نحیب ثاقب، د اداراي اصلاحاتو رییس ښاغلي اسماعیل مسؤل، د ښوونیزو حوزو آمرانو، د څارنې غړو، او د یو شمېر ښوونځیو مدیرانو ګډون درلود، چې د اداري اصلاحاتو په عمومي ډيټابیس کې دثبتولو پروسې پرمخ وړلو په اړه روزنه ورکول کیږی.
د یادونې وړ ده چې د دې پروسې په بشپړېدو سره به د کندز ولایت پوهنې ریاست اړوند ټول کاروونکي او ښوونکي د اداري اصلاحاتو په عمومي ډېټابیس کې ثبت او راجسټر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS