د کاپیسا پوهنې ریاست ته نوی مالي او اداري آمر ور وپیژندل شو
د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست په وړانديز، د وزارت د مشرتابه له منظورۍ وروسته، فهيم آقا فروغ د ياد رياست مالي او اداري آمر وګمارل شو.
د کاپيسا د پوهنې رئيس عبدالعليم عيار وويل: اوسني وخت کې تقرر او انفکاک د ښيې حکومتولۍ يو اصل دى، همداراز نوموړي د پخواني مالي او اداري آمر محمد هاشم شريفې کړنې او هلې ځلې وستايلې او قدرداني يې ترې وکړه.
په پاى کې د پوهنې رياست نوي ګمارل شوي مالي او اداري آمر فهيم آقا فروغ ، د پوهنې وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې نوموړى يې د دې دندې جوګه وګڼه، همداراز ژمنه يې وکړه چې ورسپارل شوې دنده به په ښه توګه ترسره کوي.
