د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
لطزرطزر

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده‌کړو یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس محترم انجنیر عبدالوکيل الهام او د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده له یاد ټولګي څخه لیدنه وکړه او د هغو تدریسي وسایل، امکانات او د تنظیم څرنګوالی یې وارزاوه.
د کابل ښار پوهنې رئیس د پوهنې وزارت له هڅو او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د ساینس ټولګیو جوړول د زده‌کوونکو د علمي پرمختګ، د معیاري زده‌کړو پراختیا او د ښوونیز چاپېریال ښه‌والي لپاره یو مثبت او ارزښتناک ګام وباله.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس وویل، چې دغه وزارت به د زده‌کړو د پیاوړتیا، د زده‌کوونکو د علمي وړتیاوو لوړولو او د عملي زده‌کړو پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو په نورو ښوونځیو کې هم مجهز او منظم ساینس ټولګي جوړ او زده‌کوونکو ته د معیاري زده‌کړو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS