د کابل ښار د وحدت د نجونو په ښوونځي کې د کتابتون لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۴:۵
گشایش تعمیر جدید کتابخانه لیسه نسوان وحدت

د پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزي اړوند د وحدت د نجونو په ښوونځي کې د کتابتون لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د کابل ښار د پوهنې رییس ډاکټر احمد ضمیر ګوارا، د پوهنې وزارت د تعمیراتو رییس مخلص بازون، د جاپان S V A موسسي مشر انجنیز زماني او د سیمې مشرانو ګډون درلود.

د کابل ښار د پوهنې رییس احمد ضمیر گوارا په دې تړاو په مراسمو کې د کتابتون له جوړېدو خوښي وښوده او د اړونده موسسې د مسوولینو او د جاپان د خلکو څخه یې مننه وکړه. د پوهنې رییس زیاته ګړه چې یاد کتاابتون د جاپان د خلکو په مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی، چې یو لوی سالون، دوه اداري خونې، د مطالعي خونه، ۸ عصري تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې لري.

د پوهنې رییس له زده کوونکو وغوښتل چې د علمي پوهې د ودې او وړتیا لوړه ولو په موخه دې دیاد کتابتون څخه غوره ګته پورته کړي او د کتابونو او کتابتون تجهیزاتو په ساتنه کې دې جدې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS