د کابل ښار اړوند د پلچرخي عالي لېسې له ښوونیز او روزنیز بهیر څخه څارنه وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۲
54

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت له لوري د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو لاښه والي په موخه د څارنې لړۍ روانه ده. په همدې لړ کې، نن د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د یاد معینیت تخنیکي ټیم په ملتیا، د کابل ښار دولسمې ښوونیزې ناحیې اړوند له پلچرخي عالي لېسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د ښوونځي اداري او تدریسي بهیر، د درسونو کیفیت، د نصاب تطبیق، د زده‌کوونکو ګډون او د ښوونکو تدریسي میتودونه له نږدې و څارل شول او د ټولګیو وضعیت، نظم او اداري همغږي هم وارزول شوه.
یاده څارنه د پوهنې وزارت د دوامداره پلان له مخې ترسره کېږي، چې په راتلونکي کې به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS