د کابل ښار اړوندو ښوونیزو حوزو آمریتونو لپاره یو ورځنۍ معلوماتي برنامه ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۱۰
7//7

د کابل ښار شپاړس‌ګونو ښوونیزو حوزو د آمریتونو مسوولینو لپاره د جغرافیایي معلوماتو له سیسټم (GIS) سره د بلدتیا، د دغه سیسټم د کارونې او په ښوونیزو چارو کې د معلوماتو لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین په حضور کې یو ورځنۍ معلوماتي برنامه جوړه شوه.
د برنامې په پیل کې د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په دغه پروګرام کې یې د هغوی له ګډون څخه مننه او قدرداني وکړه.
ورپسې، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د جغرافیایي معلوماتو د سیسټم (GIS) د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې په دې برخه کې اړین معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د معلوماتو راټولول، ثبتول او په منظم ډول یې مدیریت په ښه توګه د ښوونیزو چارو په تنظیم او د دغو چارو د اغېزمنتیا په لوړولو کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS