د کابل ولایت په مدارسو او ښوونځيو کې د درسي کتابونو وېش پروسه بشپړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۲۹
سیسل

د پوهنې وزارت لخوا د کابل ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې مدارسو او ښوونځيو ته د ۲۶۵ زره۵۳۲ ټوکه درسي کتابونو وېش لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د یاد پروګرام اصلي موخه د زده‌کوونکو لپاره تعلیمي سرچینو ته عادلانه او مساوي لاسرسی او په ټولو تعلیمي مرکزونو کې د زده‌کړې کیفیت ښه کول وګڼل او زیاته یې کړه چې د کابل ولایت پوهنې ریاست به د پوهنې وزارت سره په همکارۍ په راتلونکي کې د کتابونو د کمښت او نورو تعلیمي اړتیاوو د ستونزو حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS