د ښځو چارو وزارت او سواد زده کړې رياست ترمينځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۳:۴۶
د ښځو چارو وزارت او سواد زده کړې رياست ترمينځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت، کابل : د ښځو چارو وزارت سره د همکارۍ په موخه د شوي هوکړه ليک د لا ښه پلي کيدو په پار د پوهنې وزارت د سواد زده کړې د ملي بسیج رياست د رئيس محمد یاسین صمیم په مشرۍ، د ښځو چارو وزارت د کلتوري چارو آمرې میرمن شهلا عارفي او د یاد وزارت یو شمیر نورو چارواکو په ګډون د همغږي غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د سواد زده کړې برنامو د لا ښه پلي کولو په موخه د ښځو چارو وزارت سره د هوکړه لیک د میکانیزم په څرنګوالي خبرې وشوې او همداراز په مرکز او ولایتونو کې د میرمنو د اقتصادي پیاوړتیا، د سواد زده کړې د برنامو د پلي کولو په اړه او د ښځو چارو وزارت د نالوسته کارکوونکو د شمیرو په اړه بحث تر سره شو.

د غونډې په دوام د سواد زده کړې د ملي بسیج رئيس محمد یاسین صمیم د ښځو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې تل مدام يې د سواد زده کړې ریاست سره هراړخيزه همکاري کړې همداراز نوموړي زياته کړه:

د ښځو چارو وزارت او سواد زده کړې رياست دهمکاريو لړۍ به د شوي هوکړه ليک له مخې لا غځيږي د ښځو چارو وزارت کې د پوهنې له شته استازو یې وغوښتل چې د وزارت د نورو برنامو ترڅنګ د ښځو د اقتصادي پیاوړتيا لپاره، په مرکز او ولایتونو کې د میرمنو په بڼونو کې د مسلکي سواد زده کړې مرکزونه د مسلک په پام کې نیولو سره رامینځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS