د ډایکنډي په ولایت کې د دریو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې
د پوهنې وزارت، ډایکنډي: د ډایکنډي ولایت دمرکزي ولسوالۍ اړوند د چوګاني د نجونو لومړني، د پای نیلي د نجونو منځني او د خولک منځنې ښوونځیو نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وه، د ډایکنډي ولایت والي محمد ضیا همدرد د UN-HABITAT موسسې مسوولینو، د پوهنې ریاست مسوولینو ، د ولایتی شورا یوشمیر غړو د سیمي مشرانو ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.
دیادو ښوونځیو ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د سویس او هالند هیوادونو په مالي مرسته د ۲۸۰ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د UN-HABITAT موسسې د مصونیت او امنیت برنامې لخوا جور شوي، چې د چوګاني ښوونځي ودانۍ ۸ درسي ټولګي، د پای نیلي نجونو منځنې ښوونځي ۶ درسي ټولګي او د خولک د نجونو منځنې ښوونځي ۸ درسی ټولګي او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د ډایکنډي والي محمد ضیا همدرد د UN-HABITAT موسسې هڅې وستایلې؛ او د دې ادارې لخوا یې د پلي شويو پروژو کیفیت د اطمینان وړ وبلې.
ښاغلي همدرد د یادې موسسې له چارواکو نه وغوښتل چې دې ولایت ته زیاته پاملرنه وکړي. ښاغلي همدرد د سیمې له اوسیدونکو او پراختیایي شوراګانو له غړو وغوښتل، چې د ودانېو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه حاجی محمد حمید، د ملګرو ملتونو UN-HABITAT موسسې په استازیتوب، ژمنه وکړه چې په راتلونکو کلونو کې د نیلي اوسیدونکو ته د خدماتو چمتو کولو لپاره ډیرې پرمختیايي پروژې په پام کې ونیسي.
همدا راز د پوهنې ریاست مالي او اداري آمر د پوهنې ریاست سره د UN-HABITAT موسسې د همکارۍ له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې تعلیم د ټولنې د پرمختګ او هوساینې اساس او بنیاد دی. له همدې امله د ډایکنډي د پوهنې ریاست د ښوونځیو په جوړه ولو کې د اړونده موسسو همکارۍ ته اړتیا لري ځکه چې د ولایت په ډیري برخو کې ماشومان تر شنه آسمان لاندې په زده کړو بوخت دې.
