د څو ولایتونو له پوهنې کړنو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۶
65465

ــ فاریاب
د پوهنې وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت پوهنې مسئولینو سره د لیدنې په ترڅ کې د یو لړ موضوعاتو په هکله لکه: د برېښنایي وسایلو د ثبت څارنه، د ګدامونو او ډیپوګانو مدیریت، د حوالو ترتیب د سیسټم له لارې، د کارکوونکو لارښوونه د هغوی په دندو کې، د وسایلو ثبت او سندونو په تړاو خبرې وکړې.

ــ پنجشېر
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا پنجشېر ولایت ته استول شوي نظارتي ټیم د ولایت مرکزي شعبو سربېره د حصه اول، پریان او دره ولسوالیو پوهنې آمریتونو په اړه د ۲۰ ورځنۍ څېړنې پایلې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طالب ثاقب او د پروګرامونو له مسئولینو سره شریکې کړې.

ــ بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي محب الله احسان لخوا «مؤثره زده‌کړه او تدریس ته وده ورکول» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار د مرکز اړوند د ښوونکو مسلکي پراختیا د ۴۴ تنو علمي غړو او د ولایت ۱۰ اداري واحدونو د غړو لپاره پرانیستل شو.

ــ تخار
د تخار ولایت په مرکز کې د ښوونځیو ترمنځ د فوټبال خزاني ټورنمنټ چې څو ورځې مخکې د ۱۱ سپورټي لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د آهندر لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېد.
 د سرای سنگ او الفاروق ښوونځیو لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل، چې په پای کې غوره لوبډلې د مسئولینو لخوا د ډالیو په وېشلو سره وهڅول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې  لپاره یو محراب جومات جوړېږي

د سیمې د خلکو له لوري، د پکتیکا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د نورالعلوم دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات د۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د جوړولو چارې یې تر پنځوس سلنه پورې بشپړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه فعال شول

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند آببازک منځني ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه نصب او فعاله شوه، چې شاوخوا ۴۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی او یاد. . .

BACK TO NEWS