د پکتیکا ولایت د درې بابه ښوونځیو کارکوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې شوې

د سیمهییزه علم پروره اوسېدونکو په مالي ملاتړ سره، د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند د سیدان زامه، ګربګي او شینکي ښوونځیو ته، د ۴۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکې چمتو شوې.
د ارګون ولسوالۍ پوهنې چارواکو وویل: د دې ښوونځیو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره لاسي پمپونه هم پېرل شوي دي.
هغوی د ځایی خلکو له همکارۍ ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.