د پکتیکا ولايت پوهنې ریاست کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته له ښوونځيو سره د اقراء برنامې نقدي مرستو د مصرف په اړه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
په یاد ور کشاپ کې د پکتیکا ولایت اړوند د پينځو ولسوالیو ( سروضه، ارګون، سروبي، خیرکوټ او جانیخېل) د ښوونځیو د والدینو شورا غړو، مدیرانو او د نظارت غړو ګډون کړى وه، چې د اقراء برنامې له لوري له ښوونځيو سره په مستقیمه توګه د نقدي مرستو د پرځای او قانوني مصرف په هکله ښوونیزې لار ښوونې ورکول کیږي.
د پوهنې رئيس انجینير محراب الدین شفق د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې ګډونوالو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او غوښتنه يې ترې وکړه، چې د اقرا برنامې له لوري دې نقدې پیسې پر ځاي مصرف شي.
د یادولو وړ ده، چې د پکتیکا پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو کارکونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر کار کوونکي او د نظارت غړي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.
