د پکتیا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یوه کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۴۴
515

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د یو تن لوبغاړي ښاغلي الله محمد غضنفر په مالي مرسته، د یادې ولسوالۍ د حبیب الله زرمتي عالي لېسې لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم په ګډون یوه بشپړه سمباله کمپیوټرخونه جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو او مخورو کسانو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د دې نوښت ستاینه وکړه او دا یې د پوهنیزکیفیت ښه والي لپاره یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې د اوسني عصر اړتیاوو ته په پام سره، د برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوسه ده.
د یادونې وړ ده چې پخوا په دې ولایت کې د سیمه ییزو پانګوالو او سوداګرو په همکارۍ د ۱۰ بابه ښوونځیو لپاره کمپیوټر لابراتوارونه جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۵
Background image

پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې لپاره اړین وسایل وپېرل شول

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ رحمانیه دیني مدرسې لپاره د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۵۵ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت اړین توکي وپېرل شول.
په پېرل شویو توکو کې د خونو لپاره فرشونه، یوه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو

د میدان وردګ ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند غازي عبدالکبیرخان عالي لېسې لپاره د ښوونیزې شورا په مالي ملاتړ د ۵۲ زره افغانیو په ارزښت د څارنې انځوریز سیسټم فعال شو.
د مسوولینو په وینا، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

په لوګر کې له ۸۲ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو زده‌کوونکو سره د ښوونځي د جامو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ درې بابه ښوونځیو اړوندو۸۲ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو زده‌کوونکو سره د ښوونځي د نویو جامو مرسته وشوه.
یاده مرسته د علمي شخصیت ډاکټر خوش‌رنګ احمدزي له لوري د ازرې. . .

BACK TO NEWS