د پوهنې وﺯارت سرپرستې د چاپېريال ساتنې ادارې له عمومي رئيس ښاغلي شاه ﺯمان ميوندي سره وکتل
د پوهنې وﺯارت سرپرستې ميرمن رنګينې حميدي د چاپېريال ساتنې ادارې له عمومي رئيس ښاغلي شاه ﺯمان ميوندي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پيل کې ښاغلي شاه ﺯمان ميوندي په ۱۴۰۰ کال کې د نيالګيو لګولو برنامې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ميوندي وويل: د نيالګيو لګولو فرهنګ بيا را ژوندى کول په اصل کې طبعيت کې پانګونه ده.
د رياست جمهورۍ د لارښوونې په اساس د هوا د پاکولو لپاره او د چاپېريال د لا ښه کولو په موخه ټولې دولتي ادارې بايد دې برخه کې ونډه ولري او مرسته وکړي.
ميرمن رنګينې حميدي وويل د نيالګي لګول ﺯموږ ټولو هيوادنۍ دنده ده. د پسرلي په را رسېدو سره د هوا د پاکوالي او د چاپېريال د ښيې ساتنې په موخه بايد نيالګي ولګوو، هغې ﺯياته کړه کرنه او د نيالګيو لګونه په اصل کې صدقه ده.
ميرمن حميدي وويل د نيالګي لګول د چاپېريال سانتې په پار بنسټيز کار بلل کيږي او د پوهنې وﺯارت به خپل وار سره په دې برخه کې خپله ونډه په صادقانه بڼه ادا کړي.
