د پوهنې وزیر په شتون کې د اقرا پروژې د (HRMIS) ۳۵ بستونو رقابتي آزموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۵:۱۲

پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د اقرا پروژې د ۳۵ بستونو رقابتي آزموینې له اخیستلو څخه د پروسې د روڼتیا په موخه لیدنه وکړه.

په دې آزموینه کې چې نن سهار د کب په ۱۴ مه د ساینس په مرکز (د یوهنې وزارت یوه څانګه) کې ترسره شو؛ ۱۲۰ تنو د ۳۵ بستونو لپاره د اقرا پروژې د بشري سرچینو کارکوونکو د اطلاعاتو مدیریت سیسټم (HRMIS) په برخه کې سیالۍ ترسره کړې.

ډاکتر بلخي د آزموینو د ترسره کیدو په دوام کې، د فساد څخه پاکې او رڼې پروسې له لارې د غوره کسانو د راوستلو لپاره د پوهنې وزارت پر جدیت ټینګار وکړ.

پوهنې وزیر د دې آزموینې په پروسه کې خپل شتون یې د آزموینې پروسې د روڼتیا تضمین یاد کړ.

پوهنې وزیر د اقراء پروژې شکایتونو ته د رسیدو کمسیون له تشکیل څخه او د یو شمیر بستونو د مجدد اعلانولو څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو دو اونیو کې به د یادې آزموینې پایلې اعلان شي او په دې آزموینه کې د ګډون کوونکو له لوري راغلي شکایتونه به د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې وڅیړل شي.

ډاکتر بلخي د بشري سرچینو کارکوونکو د اطلاعاتو د مدیریت سیسټم په برخه کې د متخصصو او وړو کسانو شتون د ښوونیز نظام د بریښنایي کیدو په لوري د پوهنې وزارت اقدام او په دې برخه کې د وزارت بنسټيزو معلوماتو ثبتول د اهمیت وړ یاد کړ.

د یادونې وړ ده چې د اقراء پرواګرام هوکړه لیک د پوهنې وزارت او نړیوال بانک ترمینځ د هیواد د ښوونې او روزنې د کیفیت اصلاح په موخه د ۲۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوۍ دۍ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS