د پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په نوښت، ۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۹
سشزشظ

د پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په لارښوونه، د پوهنې او مالیې وزارتونو د معاشونو سیسټم  تر سرلیک لاندې د مالي او حسابداري ریاست په کارکوونکو سربېره، د مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو د معاشونو برېښنایي ثبت سیسټم مدیرانو لپاره د ۵ ورځني روزنیز پروګرام پای‌غونډه ترسره شوه.
لومړی د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق حاضرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ګډون‌والو ته په دندو کې پر اخلاص، په معاشونو کې د روڼتیا، آسانتیاوو، حسن‌اخلاقو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو علمي او هراړخیزه وینا وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام او همغږۍ رئیس محترم الحاج مولوي پاینده‌محمد تعلیم د خپلې وینا پرمهال، په دندو کې د مسئولیت احساس، وفاداري، د وخت ارزښت او د بیت المال سپما کولو په تړاو معلومات ارایه کړل او ګډون‌وال یې وهڅول، ترڅو په خپلو ورځنیو دندو کې بشپړ اخلاص ترسره کړي.
یاد ورکشاپ د مسئولینو له لوري پر ګډون‌والو باندې د تصدیق‌پاڼو په وېشلو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS