د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معین د ختیځ زون ښوونکو لپاره میتودیکي سیمینار پرانیست

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۱۵
یایبال

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله «سعید» په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري سربېره د پوهنې ریاست او مرکزي دارالمعلمین مسئولینو هم حضور درلود، د هېواد په ختیځ زون کې (د ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو لپاره) د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا څانګې اړوندو ۴۲۵ تنو غړو ته مسلکي او میتودیکي سیمینار پرانیست.

نوموړي په دغه سيمينار کې د معياري تدريس له ميتودونو سره د ښوونکو آشنا کولو او د زده کوونکو د پوهې کچې په لوړولو کې د ښوونکو رول ته په اشارې سره وويل، چې د پوهنې وزارت جدي هڅه کوي، تر څو د ميتودیکي سيمينارونو او ورکشاپونو په لاره اچولو سره د یاد وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکي د وروستیو علمي او میتودیکي لاسته راوړنو په رڼا کې وروزي او د هغوی علمي وړتیاوې لاپسې لوړې کړي.

په پای کې د پوهنې وزارت معین له ګډون والو وغوښتل، چې د یاد سیمینار له منځپانګې او محتوی څخه په خپلو ورځنیو دندو کې اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS