د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معين، د ولایتونو د پوهنې له آمرینو سره وکتل.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۳۷
123

 د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعید، د ولایتونو د پوهنې له آمرينو سره ځانګړې ناسته وکړه.
 غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پوهنې وزارت معين، راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او روښانه یې کړه؛  چې د پوهنې وزارت د خپلو پلانونو او پروګرامونو له مخې ټولو افغانانو ته دښوونیزو خدمتونو وړاندې کول له خپلو اساسي دندو څخه ګڼي او هڅه کوي د ښوونیز نظام بډاینې په موخه د ښوونیزو او روزنیزو څانګو فعالیتونه پیاوړي او ګړندي کړي.
 د ښوونې او روزنې معينيت دفتر وايي، د يادې ناستې موخه، د ولایتونو د ښوونځیو ښوونیز وضعیت څرنګوالی، د زده کوونکو علمي او  معلوماتي کچې لوړول او د قوانینو تطبیق په موخه د نظرونو تبادله وه؛ چې په ترڅ کې يې د ښوونې او روزنې ریاست کړنلارو او په ولايتونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ستونزو په تړاو تفصيلي بحثونه وشول.
 ورپسې د ولایتونو د پوهنې آمرانو په استازیتوب دوو تنو، د  وزارت مشرتابه له هڅو مننه وکړه، چې د هېواد د پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره یې کړې دي.
  دوی د پرمختګ پر وړاندې د شته ننګونو حل او د ولایتونو پوهنې ریاستونو د پلانونو تطبیق په اړه خپل وړاندیزونه د پوهنې وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل.
 د ښوونې او روزنې معين په مرکز او ولایتونو کې د هېواد ښوونیز نظام د پیاوړتیا په اړه د هر اړخیزو بحثونو او لازمو مشورو ترڅنګ، د یادو ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

BACK TO NEWS