د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې معين، د ولایتونو د پوهنې له آمرینو سره وکتل.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعید، د ولایتونو د پوهنې له آمرينو سره ځانګړې ناسته وکړه.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پوهنې وزارت معين، راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او روښانه یې کړه؛ چې د پوهنې وزارت د خپلو پلانونو او پروګرامونو له مخې ټولو افغانانو ته دښوونیزو خدمتونو وړاندې کول له خپلو اساسي دندو څخه ګڼي او هڅه کوي د ښوونیز نظام بډاینې په موخه د ښوونیزو او روزنیزو څانګو فعالیتونه پیاوړي او ګړندي کړي.
د ښوونې او روزنې معينيت دفتر وايي، د يادې ناستې موخه، د ولایتونو د ښوونځیو ښوونیز وضعیت څرنګوالی، د زده کوونکو علمي او معلوماتي کچې لوړول او د قوانینو تطبیق په موخه د نظرونو تبادله وه؛ چې په ترڅ کې يې د ښوونې او روزنې ریاست کړنلارو او په ولايتونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ستونزو په تړاو تفصيلي بحثونه وشول.
ورپسې د ولایتونو د پوهنې آمرانو په استازیتوب دوو تنو، د وزارت مشرتابه له هڅو مننه وکړه، چې د هېواد د پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره یې کړې دي.
دوی د پرمختګ پر وړاندې د شته ننګونو حل او د ولایتونو پوهنې ریاستونو د پلانونو تطبیق په اړه خپل وړاندیزونه د پوهنې وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل.
د ښوونې او روزنې معين په مرکز او ولایتونو کې د هېواد ښوونیز نظام د پیاوړتیا په اړه د هر اړخیزو بحثونو او لازمو مشورو ترڅنګ، د یادو ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
