د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د بادغیس ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۵۴
شسزظطز

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو د پرمختګ، څارنې، ارزونې او بیاکتنې لپاره بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د یاد وزارت محترم معین د بادغیس له والي او پوهنې رئیس سره د لیدنې پرمهال، له پوهنې سره د ولایت مقام همکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه چې، د ادارو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو  دوام به پر پوهنیز بهیر ښه او مثبت اغېز ولري؛ نو اړینه ده چې د پوهنیزنظام  پراختیا او د ښوونیز کیفیت ښه والي په برخه کې باید یو له بل سره په ګډه کار وکړو.
دغه راز نوموړي د پوهنې له چارواکو څخه هم وغوښتل چې د ازموینې پروسه په صداقت، روڼتیا او عدالت ته په بشپړ درناوي سره پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS