د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني علومو ازموینې لړۍ پیل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۱۵
ااتی

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لارښوونې په رڼا کې او د  پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي مهالوېش له مخې، نن د یاد وزارت د خدماتو ریاست له کارکوونکو څخه «د جهاد او معاملاتو په برخه کې» ازموینه واخیستل شوه او په پلان کې ده چې په راتلونکو ورځو کې د وزارت د نورو ریاستونو د منسوبینو لپاره هم ورته ازموینه ترسره شي.
یاده ازموینه د پوهنې وزارت په جومات کې ترسره شوه، چې لومړی پړاو پکې د خدماتو ریاست څخه شاوخوا (۶۰۷) تنو ګډون درلود. 
د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو وویل چې له یادې ازموینې څخه یې اساسي موخه د اوامرو اطاعت، ديني چارو ته د کارکوونکو هڅول، د الهي قوانینو پلي کول او په دیني برخه کې د منسوبینو ارزول دي؛ ترڅو په فکري او عقیدتي برخو کې د پوهنې کارکوونکو معلومات لاپسې بډايه او هغوی خپلو اساسي موخو ته متوجې شي.
د یاد ریاست چارواکو، چې د ازموینې پروسې څخه یې څارنه کوله، ژمنه وکړه چې د کارکوونکو د ازموینې پروسې تر بشپړېدو وروسته به پایلې ډېر ژر اعلان او غوره اشخاصو ته به ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS