د پوهنې وزارت لخوا د بدخشان پوهنې ریاست ته ۲۲۰ پايې مېزونه او څوکۍ توزېع شوې
د پوهنې وزارت له لوري د بدخشان پوهنې ریاست ته د زدهکوونکو لپاره ټولټال ۲۲۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې.
د پوهنې چارواکو په وینا، پورته ذکر شوي مېزونه او څوکۍ به اړمنو ښوونځیو ته وویشل شي او په وېش سره به یې د زدهکوونکو ستونزې تر یوې اندازې پورې حل شي.
