د پوهنې وزارت سرپرست په یوه رسمي سفر میدان وردګ ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۳۲
کمخنت
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د یو شمېر کارپوهانو په ملتیا، د ښوونیز وضعیت کتلو په موخه، میدان وردګ ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د میدان وردګ له پوهنې رئیس او مشرتابه سره تر کتنې او یاد ولایت ته د خپل سفر د موخو له بیانولو وروسته، په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د پوهنې ریاست مسئولین، آمرین، مدیران او ښوونکي حاضر وو.
همدارنګه د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو راپور یې پلاوي ته وړاندې کړ.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت جلریز ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د نعمانیه او سلمان فارسي له دارالعلومونو څخه د کتنې ترڅنګ، د ذیولایت او بي بي عایشه صدیقه«رضی الله عنها» ښوونځيو څخه لیدنه وکړه او د یو ښوونیز بنسټ احاطوي دېوال یې له اړینو ملحقاتو سره، چې ۳۵ لکه افغانۍ لګښت پرې راغلی و، پرانیست.
دغه راز نوموړي د جلریز ولسوالۍ په ذیولایت لېسه کې د پوهنې سیمه ییزو چارواکو او زده کوونکو ته وویل، د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت مشرتابه د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو کیفیت او پراختیا ته هم جدي پاملرنه کوي.
د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیز بنسټونو زده کوونکو ته په خطاب کې زیاته کړه: تاسو د هېواد د راتلونکي معماران یاست، دا هېواد په تاسې جوړېږي، په تاسو لازمه ده، چې مسئول واوسئ او د خلکو او وطن په وړاندې خپل مسئولیتونه په لاښه توګه او مهربانۍ سره سرته ورسوئ.
نوموړي څرګنده کړه، زموږ ښوونکو او مدرسینو ته هم لازمه ده، چې د زده کړې په برخه کې د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي او په دې لاره کې هر ‌ډول هڅې ونه سپموي.
ورپسې استادانو، علماوو او د خلکو استازو د یو شمېر وړاندیزونو د وړاندې کولو په ترڅ کې، د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو د تطبیق او د ښوونیز بهیر د ودې په برخه کې، مشرتابه ته له خپل لوري ملاتړ څرګند کړ.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۲ جریبه ځمکه وقف شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې، د یاد ولایت شخیل‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ۲ جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د احصائیوي فارمټ نوی سیسټم پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا، د تعلیمي مرکزونو د ښوونکو او زده‌کوونکو د دقیقو احصائیو او ارقامو درلودلو په موخه، د معلوماتو مدیریت سیسټم (EMIS) کارپوهانو په همکارۍ، د ښوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

BACK TO NEWS