د پوهنې وزارت سرپرست په رسمي سفر فاریاب ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۵:۱۳
sdaf

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي د فاریاب ولایت د تعلیمي وضعیت ارزونې او ځینو رسمي چارو ترسره کولو په موخه یاد ولایت ته ولاړ.

په پیل کې د فاریاب ولایت والي او مسئولینو د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنیزو نظام د وروستیو پرمختګونو په تړاو یې نوموړي ته هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د مسئولینو سره د لیدنو سربېره، په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۰۳.۶۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۸ بابه ښوونځیو ودانۍ پرانیستلې او هممهاله یې د مرکز په شمول په پشتون کوټ، شیرین تګاب، اندخوی، قیصار، خیبر او المار ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځیو د ودانیو بنسټ ډبرې د همکارو ادارو په ملاتړ، د ۱۷۸.۹۸ مېلیونه افغانیو په لګښت سره کېښودې.

همدارنګه نوموړي د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱۳.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۹ بابه مدارسو او ښوونځیو ودانۍ تر بیارغونې وروسته پرانیستلې او د مرکز په شمول یې په گرزیوان، پشتون کوټ او بندر ولسوالیو کې ۶ بابه لومړني ښوونځي تاسیس کړل.

د پوهنې وزارت سرپرست د فاریاب ولایت د ولسوالیو پوهنې آمرینو ته د ۱۳ عرادې موټرسایکلونو وېش سربېره، په مرکز میمنه او قرغان ولسوالۍ کې د ۱۱مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲ بابه مدارسو ودانۍ افتتاح او په ورته وخت کې یې د عامو خلکو په همکارۍ د ۱۳۰مېلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې ریاست او اندخوی ولسوالۍ په یو ښوونځي کې د ۲ محرابه جوماتونو بنسټ ډبرې کېښودې.

په ورته مهال نوموړي د یاد ولایت د ښوونیزو مرکزونو د اداري، تدریسي او چاپېریالي چارو بیاکتنې پرمهال، اړوندو مسئولینو او ښوونکو ته په جلا جلا غونډو کې، د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې زموږ ټولنه د دیني علومو سربېره عصري علومو ته هم جدي اړتیا لري او هېوادبچیانو د سالمې ښوونې او روزنې کیفیت د لاپیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړ.

بلخوا؛ د فاریاب پوهنې رئیس وویل: لله الحمد اوسمهال زموږ پوهنیز نظام په مادي او معنوي برخو کې بشپړ معیاري پړاو ته رسېدلی چې د نن ورځې د لسګونو تعلیمي مرکزونو تاسیس او پرانیسته یې د نمو نې په توګه یادولی شو.

نوموړي د پوهنې وزارت د مشرتابه له سفر څخه د خوښۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دوی به د اسلامي نظام د مشرتابه او پوهنې وزارت د رهبرۍ پرېکړې او لارښوونې په دقیق او درست ډول پلي کړي او د هېواد د نوي نسل د زده کړې په برخه کې به خپلې هڅې په خورا شفقت او بشپړ اهتمام سره لاپسې ګړندۍ کړي.

د همدغو لیدنو په پای کې، سیمه ییزو چارواکو د وزارت مشرتابه سره یو لړ نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، چې د پوهنې مشرتابه له لوري ورسره د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS