د پوهنې وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو اړوند راپور وړاندې کولو په تړاو مطبوعاتي اعلامیه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۱:۴
jhgfds

د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو راپور " د ا.مارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د پروګرام له لارې" له خلکو سره شریک کړ.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي:

پوهنې وزارت د افغانستان.ا.ا. یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی، چې د عمومي پلان او تګلاره له مخې، د محمدي شریعت د احکامو او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د ښوونې او روزنې د تعمیم بنسټیز مسئولیت په غاړه لري.

پوهنې وزارت خپلې ټولې کړنې په دریو برخو کې په لاندې ډول په عملیاتي پلان کې شاملې کړې دي، ترڅو د هېواد د ټولو ښوونیزو او روزنیزو ستونزو د هواري په موخه د افغانستان د م.جاهدپرور او علم دوست ملت آرمانونه پوره کړي.

۱- زده کړو ته د هېواد د بچیانو متوازن لاسرسی

۲ـ کیفیت او مطابقت

۳- اغېزمن، روڼ او ځواب ویونکی مدیریت، چې په یادو برخو کې د ښوونې او روزنې، اسلامي زده کړو، سرچینو او ادارې او د کیفیت تضمین په برخه کې ۴۱۳ فعالیتونه شامل دي، چې د ۱۹۱ فعالیتونو پلي کول یې د عمومي فعالیتونو په توګه د پروګرامونو په سر کې ځای لري.

د یادولو وړ ده چې د دغه وزارت په تشکیل کې ۳۸۹ زره ۲۰۰ تنه شامل شوي چې له دې جملې څخه ۲۴۱۱۲۱ تنه ښوونکي او پاتې نور یې اداري او خدماتي کارکوونکي دي او د دغه وزارت د ۱۰۰ زره بستونو لپاره د ګمارنې پروسه د اسلامي زده کړو په برخه کې روانه ده.

په روان کال کې په ټولیزه توګه ۱ مېلیون ۴۴۵ زره ۸۴۰ تنه نوي زده کوونکي په رسمي او خصوصي ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې شامل شوي، چې په دې توګه د هېواد په رسمي او خصوصي ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د زده کوونکو شمېر ۱۰ مېلیونه ۹۱۴ زره تنو ته رسېږي، چې په ۱۸ زره ۳۳۷ بابه رسمي او خصوصي ښووونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

همدارنګه پوهنې وزارت د سیمه ییزو زده کړو لپاره د ۱۲۳بابه ښوونځیو او د سیمه ییزو زده کړو لپاره د ۱۵۹ بابه محلي ټولګيو په ځانګړي کولو سره ۴۱ زره ۸۲۴ تنه کوچیانو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره کړې ده.

تر آتم ټولګي پورې ښوونيز نصاب او تر شپږم ټولګي پورې د درېيمو ژبو (ګوجري، اوزبکي، پشه يي، شغناني، نورستاني او ترکمني) درسي کتابونه تعديل او بیاکتل شوی دی.

ټولټال ۱۶مېلیونه ۱۸۸زره ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه چاپ او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ښوونیزو بنسټونو ته وېشل شوي او ۶۱۷ زره ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه د هېواد د اسلامي زده کړو بنسټونو ته وېشل شوي دي.

په همدې توګه په ټول هېواد کې د اسلامي زده کړو ۲۱زره ۲۵۷بابه مرکزونه تاسیس شوي، چې په دغو بنسټونو کې ۳ مېلیونه ۶۸۷زره ۲۰۰ تنه طالب العلمان په زده کړو بوخت دي.

د یاد وزارت په ډېری ادارو کې د اسنادو د ثبت ډیجیټل سیسټم جوړولو کارونه بشپړ شوي، چې د کارکوونکو د سوانحو، د زده کوونکو د نتایجو او شهادتنامو ثبت او برېښنایي کول یې د بېلګې په توګه یادولای شو.

دغه راز د آزموینو په بهير کې د لا زياتې روڼتيا په موخه د لومړي ځل لپاره د پوهنې وزارت په اډانه کې د معیاري آزموینو بورډ تاسیس او په فعاليت يې پيل وکړ.

د پوهنې د لویو او بنسټیزو ستونزو د پېژندنې په موخه د علمي څېړنو بهیر ته ۱۳۷ موضوع ګانې ځانګړې شوې او د لسو څېړنیزو موضوعاتو پایلې په مرکز او ولایتونو کې اړوندو ریاستونو ته استول شوې دي.

د پوهنې د قانون طرحه تخریج او د عدلیې وزارت ته واستول شوه، د دیني مدارسو د تاسیسولو او د مدرسینو د ګمارنې قانون له توشېح وروسته نافذ او کړنلارې یې هم ترتیب شوي دي.

د پوهنې د کارکوونکو د معاشونو د بانکي کولو پروسه بشپړه شوې او ۴مېلیونه افغانۍ د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ښوونکو د پورونو صندوقونو ته استول شوې دي، په داسې حال کې چې تر د مخکې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ښوونکو لپاره د پورونو صندوقونه فعال شوي او په پلان کې ده چې په ۸ نورو ولایتونو کې یې هم فعالیتونه پیل شي.

په همدې موخه د پوهنې وزارت یو ځل بیا د افغانستان م.جاهد پرور ملت او د علم او ادب مینه والو ته ډاډ ورکوي، چې په ټول هېواد کې د متوازنو او با کیفیته ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو وړاندې کول یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱
Background image

په څلورو ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغولو پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د څرګندونو له مخې؛ د یاد ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې له مخې، د دې ادارې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

فاریاب ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵ تعلیمي او اداري مرکزونو بیارغونه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت ریاست د راپور له مخې، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶ مېلیونه ۳۲۷ زره ۳۲۱ افغانیو په ټولیز لګښت په. . .

BACK TO NEWS