د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په دفتر کې د معیاري ازموینو تطبیق په موخه ځانګړې غونډه وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
zafczxc

د پوهنې وزارت د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د معیاري ازموینو پروګرام پلي کولو په موخه، د کابل ښار اړوندو ښوونيزو ناحیو له آمرینو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه وشوه.
په پیل کې د کیفیت تضمین محترم معین آمرینو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: (د معیاري ازموینو بورډ د یاد معینیت په نوښت او لارښوونه رامنځته شوی، چې بنسټیزه موخه یې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړول دي.)
نوموړي زیاته کړه، که موږ وغواړو چې په راتلونکي کې یو ځواب ورکوونکی، پرمختللی او باکیفیته ښوونیز نظام ولرو؛ نو باید د تدریس بهیر او د آزموینو اخیستلو طریقې معیاري کړو.
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د پورته ذکر شوي بورډ یو تن کارپوه له لوري، د معیاري آزموینو په تړاو علمي او تخصصي پرېزنټېشن وړاندې شو، چې ورپسې د اړوندې موضوع په باب د ګډون والو ترمنځ مېتودیکي او تخصصي بحثونه هم ترسره شول.
په پای کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین لخوا د غونډې منځپانګه توضېح او وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS