د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین، د دیني مدارسو د طلابو ګډو ازموینو له څار کمېټې سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
لبتادر

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د دیني مدارسو د طلاب‌العلم د ثانويه او مافوق‌ثانویه مرحلو د ګډو ازموینو د ځواب‌پاڼو د څار کمېټې له علماوو او غړو سره، چې د هېواد دننه او دارالهجرت پورې اړوند دي، لیدنه او ملاقات وکړ.
د پوهنې وزارت محترم معین په دې لیدنه کې د ټولنې په اصلاح کې د علماءکرامو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ازموینې د طلابو علمي کچې لوړوالي نښه او د تدریسي کیفیت څرګندویه دي؛ له همدې امله هر کال د تېر وخت د تجربو پر بنسټ، د تعلیمي بهیر لا ښه‌والي لپاره نوې سمونې او مثبت بدلونونه رامنځته کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین، د دیني مدارسو د طلابو ګډو ازموینو له څار کمېټې سره وکتل

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د دیني مدارسو د طلاب‌العلم د ثانويه او مافوق‌ثانویه مرحلو د ګډو ازموینو د ځواب‌پاڼو د څار کمېټې له علماوو او غړو سره،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د ولایتونو له پوهنې د ځینو خبرونو لنډیز

کونړ
د یو علمي شخصیت لخوا، د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ اړوند لوټانو او کاویر لومړنیو ښوونځیو ته، ۱۰۰ عدده مېوه لرونکي او ۵۰۰ عدده بې میوې نیالګي ورکړل شول.

پنجشېر
 د پوهنې وزارت لخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیا ولایت له پوهنې ریاست څخه څو لنډ خبرونه

- د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د خپل ریاست ودانۍ، یوه مدرسه او د دې ولایت په مرکز او زرمت، شواک، احمدابا او جاني‌خېل ولسوالیو کې ۷ بابه ښوونځي د ۵.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت ترمیم او. . .

BACK TO NEWS