د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۸۶مه غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۱۸
l;;l

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۸۶مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي ریاستونو استازي هم حاضر وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې د اجنډا له مفرداتو سره سم، د اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه ترسره شول او هر استازي د مطرح شویو مسایلو په اړه د غونډې ګډون‌والو سره خپل نظرونه شریک کړل.
همدارنګه په دې غونډه کې، د مراجعینو د ستونزو او غوښتنو په اړه هم مفصل بحثونه ترسره او په دې اړه شاوخوا ۴۷ پرېکړې د نورو اجراآتو لپاره اړوندو چارواکو ته واستول شوې.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

په میدان وردګ کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د باندې ۹.۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرستې شوې

په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت د جغتو، جلرېز، چک، دایمیرداد، مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، سیدآباد او مرکز اړوند ۳۱ بابه ښوونځیو سره د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د خلکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۸۳٫۹۳۶ کیلوګرام وچ او میده شوي بلوط لرګي د بخارۍ په اندازه او ۱۶٫۰۶۵ کیلوګرام وچ او میده شوي ارچه لرګي د بخارۍ په اندازه اړتیا لري، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره ۹۸۰ جوړې د. . .

BACK TO NEWS