د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په رسمي سفر کندهار ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، کندهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، آمرینو او د مرکز اړوندو ښوونځیو له مسئولینو سره ناسته ترسره او د سفر د موخو او د تعلیمي وضعیت په اړه یې خبرې او بحث وکړ.
د پوهنې محترم معین د خپلې وینا پر مهال ګډونوالو ته وویل: مسئولیت یو ستر امانت دی او له هغوی یې وغوښتل تر څو خپلې اداري او تدريسي دندې په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي.
دغه راز نوموړي ټینګار وکړ چې د زدهکوونکو سالمه ښوونه او روزنه د پوهنې د ټولو کارکوونکو ګډ مسئولیت دی؛ نو هر مسئول باید په خپله کاري ساحه کې هر اړخیزې هڅې وکړي.
دغه راز د کندهار ولایت پوهنې رئیس هم د خپلو خبرو پر مهال له پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ مقام لارښوونې او اوامربه په بشپړ ډول پلي او عملي کړي.
