د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار اړوندو ښوونځیو له تعلیمي وضعیت څخه ارزونه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۴۷
516

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د وزارت د یو شمېر مسئولینو په ملتیا، د کابل ښار رڼا او بي بي مهرو ښوونځيو ته لاړ او د هغوی ښوونیز بهیر یې له نږدې وڅېړه.
نوموړي په یاده لیدنه کې، د پورته ذکر شویو مرکزونو تعلیمي او تدریسي وضعیت وارزاوه او د پوهنیز کیفیت لا ښه‌والي لپاره یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ښوونې او روزنې محترم معین د خپلو خبرو پر مهال وویل: (د ښوونکو اساسي دنده دا ده، چې د زده‌کوونکو د استعدادونو راویښولو او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي، تر څو هغوی د اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ وروزل شي.)
نوموړي له زده‌کوونکو هم وغوښتل، چې د علم د زده‌کړې له فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي، خپلې ورځنۍ زده‌کړې په مینه او پوره ژمنتیا سره تعقیب کړي.
په پای کې د رڼا او بي بي مهرو لېسو مسئولینو د پوهنې وزارت محترم معین له پاملرنې مننه وکړه او د خپلو ښوونیزو اړتیاوو پوره کېدو په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS