د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د سیدنورمحمد شاه مېنې له عالي لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۸
14

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د یاد وزارت د یو شمېر کارپوهانو او د کابل ښار پوهنې مسئولینو په ملتیا، نن د کابل ښار آتمې ناحیې اړوند د سیدنورمحمدشاه مېنې عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
 د پوهنې وزارت محترم معین د لیدنې پر مهال، د یادې لېسې د مسئولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو. ورپسې نوموړي د لېسې له درسي ټولګیو، د تدریس له بهیر او د زده‌کوونکو علمي وضعیت څخه له نږدې کتنه وکړه او د ښوونې او روزنې د کیفیت لا پیاوړتیا په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د پوهنې وزارت محترم معین د لېسې استادانو ته په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د زده‌کوونکو وړتیا او استعداد ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی د اسلامي او ملي ارزښتونو په روحیه وروزي.
همداراز نوموړي له زده‌کوونکو وغوښتل، چې د علم ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې وکړي او خپل ورځني درسونه د خپلې پوهې د کچې لوړولو لپاره په پوره شوق او ژمنتیا سره زده کړي، تر څو په راتلونکي کې د هېواد د خدمت وړ اشخاص وګرځي.
د لیدنې په پای کې، د لېسې مسئولینو د پوهنې وزارت له محترم معین څخه د یادې لېسې د تعلیمي وضعیت ښه‌والي په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو ته درې ورځنی سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو ته د «اغېزمنې زده کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولین وایي، دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت په ښوونځیو کې مستحقو کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یوې خیریه ادارې په سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۴۰۰ تنو مستحقو کارکوونکو، ښوونکو او خدمتي کارکوونکو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین علمي اثر چاپ او خپور شو

د سترې محکمې د پخواني مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني لخوا «د کورني نظام لارښود او د مېړه او مېرمنې د بېلتون احکام» تر سرلیک لاندې علمي. . .

BACK TO NEWS